د امریکا متحدو ایالاتونو بېلاروس ته خبرداری ورکړی

Jan 26, 2022 - 16:51
 32
د امریکا متحدو ایالاتونو بېلاروس ته خبرداری ورکړی

د امریکا متحدو ایالاتونو بېلاروس ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین د روسیې له احتمالي یرغل سره مرسته وکړي نو قاطع ځواب به وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سې شنبه  په یوه خبري غونډه کې وویل، بېلاروس ته په ډاګه ویل سوي چې که پر اوکراین د یرغل لپاره له خپل قلمرو څخه د کار اخیستو اجازه ورکړي، نو د امریکا او د متحدانو له چټک او قاطع غبرګون سره به مخامخ سي.

پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه د لویدیځ اندېښنې وروسته له هغه زیاتې سوې چې مسکو د خپل دې ګاونډي د سرحد په اوږدو کې شااوخوا یولک ۲۷ زره سرتېري ځای پرځای کړل.