د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د يو شمېر هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه کتلي

د افغان ښځو، نجونو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ويلي چې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کمېسیون په۶۷ مه غونډه کې یې د بنګله دېش، مصر، اندونیزیا، اسلامي همکاریو سازمان، پاکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، جاپان او اروپايي استازو سره کتلي او د افغان مېرمنو پر کلک ملاتړ یې ټينګار کړی.
سکون راډیو