د خوړو پروګرام: ټولو ۳۴ ولایتونو کې پر اړو کسانو د خوراکي مرستو وېش روان دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پر اړو کسانو د دوی لهخوا د خوراکي مرستو وېش روان دی.
دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې یوازې د جوزجان ولایت په لیرې پرتو سیمو کې روانه میاشت پر دوه لکه او ۶۰ زره کسانو خوراکي مواد وېشل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.