سهيل شاهين: د الظواهري د وژنې په تړاو د امريکا د ادعا څېړنه کوو

Aug 4, 2022 - 18:32
 11
سهيل شاهين: د الظواهري د وژنې په تړاو د امريکا د ادعا څېړنه کوو

په دوحه کې د ا ا ا د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو دده په خبره د امریکا د ادعا په اړه څېړنې کوي.

شاهین چې د ا ا ا له خوا د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ ته هم پېژندل شوی و دا خبرې رویټرز اژانس ته کړي.

ا ا ا تر دې دمه د ظواهري د وژل کېدو تأیید نه دی کړی.

د دوی چارواکو له هغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د حکومت دریځ به ترلاسه او له رسنیو سره شریک کړي.