سپین غر پړانګانو د ۲۰۲۲ کال شپږیزې اتلولي وګټله

Aug 4, 2022 - 18:38
 20
سپین غر پړانګانو د ۲۰۲۲ کال شپږیزې اتلولي وګټله

د افغانستان کورني کرېکټ(شپږیزه لیګ) د اتم پړاو سیالیو پایلوبه کې سپین غر لوبډلې بُست ساتونکو لوبډلې ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د شپږیزې لیګ اتلان شول.

دغه سیالۍ کې سپین غر پړانګانو لومړۍ منډې وکړې او د ۱۸۸ منډو په ترسره کولو یې بُست ساتونکو ته ۱۸۹ مڼدې هدف ټاکلی و چې د ۶ منډو په توپیر یې لوبه وګټله.

سره له دې چې د بُست لوبډلې کپټان هشمت شهیدي پنځوسیزه ووهله خو لوبډله یې و نه توانېده چې ټاکلی هدف بشپړ کړي.

د سپین غر پړانګانو له لوري عثمان غني ۶۹ نجیب الله ځدراڼ ۴۵، عابد محمدي ۲۹ منډې وکړې. د يادولو ده چې سپین غر پړانګانو تر دې مخکې دوه ځلې د شپږيزې کرېکټ ليګ اتلولي ګټلې وه.

د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه عثمان غني ترلاسه کړه چې نیمه سلیزه یې وهلې وه.

د شپږیزې سیالۍ له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا هر کال کېدې، خو تېر کال د ځینو ستونزو له کبله و نه شوې چې د شپږیزې ۸ پړاو دغه سیالۍ په یو کال ځنډ ترسره شوې.

په دې کورني لیګ کې د ملي لوبډلې لوبغاړو هم برخه درلوده چې دغو لوبغاړو ته تر ډېره د کپتانۍ یا لوبډلمشرۍ دندې تر غاړې وې.

امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکي، کابل بازان، مېس عينک اتلان، سپين غر پړانګان، هندوکش او پامیر زلمي هغه لوبډلې دي چې د شپږيزې کرېکټ لیګ د اتلولۍ لپاره یې سږنیو سیاليو کې برخه اخیستې وه.

افغانستان کې د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ د جولای په ۱۸(چنګاښ په ۲۷) کابل کرېکټ نړیوال میدان کې پیل شوې وې چې ۸ لوبډلو پکې برخه اخیستې وه.

دغه سیالۍ له شاوخوا ۱۹ ورځو وروسته نن پنجشبنه پای ته ورسېدې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ټاکل شوي مهالوېش له مخې، تمه وه د دغو سیالیو پای لوبه سبا اعلان شوې وای خو دا چې لوبغاړي آیرلنډ ته په سفر ځي او دغه هېواد سره د اګسټ په نهمه د شل اویزو لوبو پنځه سیالۍ پیلوی ځکه پایلوبه یوه ورځ رامخکې شوه.