ملي راډيو ټلوېزيون په نوې فېس بوک پاڼه نشرات پيل کړي

ملي راډیو ټلوېزیون له نږدې یوې میاشت وروسته په خپله نوې جوړه سوې فېس بوک پاڼه نشرات پیل کړي دي.
د دغې رسنۍ رئیس احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، دا چې د دوی نشرات تر خلکو پورې ورسېږي، دوی د اړتیا پر بنسټ دا کار کړی دی.
نوموړی وايي، دوی د فېس بوک ادارې سره په اړیکه کې دي، څو راجستر شوې پاڼې یې ورته ازادې کړي.
ښاغلي وثیق د چنګاښ په ۲۹ نېټه په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، چې په دې ادارې پورې اړوند پښتو او درې فېسبوک پاڼې د فېسبوک ادارې له لوري تړل سوي دي.
نوموړي دا هم لیکلي وو، چې د دوی اداره دمګړی د نویو فېسبوک پاڼو د فعالولو اراده نه لري او د ملي ټلوېزیون په نوم جوړې شوې ټولې پاڼې جعلي دي.
د فېسبوک ادارې په دې اړه په رسمي ډول هیڅ هم خپاره نه کړل.
خو د یادونې ده، مخکې له دې چې ا ا ا پر افغانستان واکمن شي، فېسبوک ا ا ا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل او په دوی پورې اړوند مسایل او ویډيو ګانې به یې سانسورولې.