د رییسالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې غونډې کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو مننه وکړه!

د رییسالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې غونډې ته د وینا پر مهال له ملګرو ملتونو، مرستندویه هېوادونو او په کور دننه د هغو خیریه بنسټونو له مسوولانو مننه وکړه چې په هېواد کې یې له ورستیو سېلاب او زلزله ځپلو سره بېلابېلې مرستې وکړې.