د سنګین ولسوالۍ عمومي ویاله چي تیرو جګړو کې تخریب سوي وه د بیارغوني کار يې پیل او ادامه لري
دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ عمومي لویه ویاله چې په تېرو شل کلنو جګړو کې تخریب سوې او د کاره لوېدلې وه. دهلمند والي طالب مولوي په ځانګړي هدایت د اړوند ادارو له خوا یې د بیا رغوني کار پیل او په چټکۍ سره مخ ته روان دی.
یاد کانال به دسنګین ولسوالۍ دمانده څخه بیا دحاجي فتح محمداکا تر پېچ پوري جوړه او پاکاري سي..
د مسولینو په خبره د یاد کانال د جوړولو چاري په منظم او چټک ډول مخته روانې دي.
د یادولو ده چې د یاد کانال په جوړېدولو سره به یوځل بیا د سنګین ولسوالۍ ډېری سیمي سرسبزه او زیاتي مځکي به خړوبي سي.او د کرهنیزو حاصلاتو، غلو دانو او باغاتو د ودي او پرمختګ کچه به ورسره زیاته او خلګو ته به د اوبو لګولو په برخه کې سهولتونه برابر سي.