د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ يو روغتيايي مرکز کې د جراحۍ څانګي پرانيستنه وسوه.

Dec 6, 2022 - 15:45
 15
د غزني ولایت د  ناوې ولسوالۍ يو روغتيايي مرکز کې د جراحۍ څانګي  پرانيستنه وسوه.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه یا ICRC د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په سیمه‌يیز روغتیايي مرکز کې د جراحۍ د څانګې د رغونې د بشپړېدو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د ICRC مشر ایلوی فیلیون نن پر خپل ټویټر ولیکل هغه امیدوارې مېرمنې چې د زېږون پرمهال جراحي عملیاتو ته اړې وې، او د ولسوالۍ څلوېښت زره اوسېدونکي کولای شي اوس په نژدې واټن کې د جراحي د دې مرکز له خدماتو ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېری لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو کمی محسوسېږي.

سکون راډیو