د میدان وردګو پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي، افغانستان ته ستنه سوې ده

Feb 27, 2022 - 18:34
 6
د میدان وردګو پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي، افغانستان ته ستنه سوې ده

ظریفه غفاري چې د افغانستان پخواني حکومت له لوري د میدان وردګو ښاروالې په توګه ګومارل شوې وه وايي، په بهر کې له شپږ میاشتې کډوالۍ وروسته بېرته هېواد ته ستنه شوې ده.

په داسې حال کې چې په تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه پخواني افغان چارواکي او لوستي کادرونه له هېواده وتلي او یا د وتلو په حال کې دي، د یوې مهمې پخوانۍ چارواکې هېواد ته ستنېدل عادي خبره نه ده.

اغلې غفاري پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله د پیغامونو یوه لړۍ کې وايي چې ''په هېواد کې روان بشري ناورین ته نه پاملرنې له کبله اړه شوم، چې بېرته هېواد ته ستنه شم. ''

نوموړې زیاتوي له دې وروسته به هڅه وکړي، چې ''د قلم او کتاب له لارې پرمختګ ته زمینه برابره شي '' او ''د افغانانو غږ ته انعکاس '' ورکړي.

ظریفه غفاري ۱۳۹۷ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار ښارواله ټاکل شوې وه.

د یادونې ده، چې اغلې غفاري پر دنده له ګومارل کېدو اته میاشتې وروسته رسماً دنده پیل کړه.

نوموړې هغه مهال بي بي سي ته ویلي و، په ټولنه کې ''نارینه سالاري فکر '' یې د کار پر وړاندې مهم خنډ و.

هغه مهال داسې رپوټونه هم وو، چې وسله والو کسانو د میدان ښار ښاروالۍ ودانۍ ته د نوموړې ننوتو مخه نیولې وه او د نوموړې پر موټر ډزې شوې وې.

د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اغلې غفاري ته د کال زړورې ښځې جایزه ورکړه.

نوموړې په هند کې د اقتصاد برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې او هېواد ته له ستنېدو وروسته تر دوو کلونو پورې د ځوانانو پارلمان غړې هم وه.