بایډن: د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت به اوکراین ته وسلې ورکړل سي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوکراین ته نورې وسلې ورکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي بایډن دا سپارښتنه د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته په یوه لیک کې کړې ده.
اوکراین د روسي الوتکو پر وړاندې د سټېنګر توغندیو او دغه راز د جاولین ټانک ضد راکټونو غوښتنه کړې ده.