له روسيې د نړۍ د ۴۲ هېوادونو غوښتنه: له زاپوريژيا اټومي تاسيساتو مو ځواکونه وباسئ

Aug 15, 2022 - 16:36
 5
له روسيې د نړۍ د ۴۲ هېوادونو غوښتنه: له زاپوريژيا اټومي تاسيساتو مو ځواکونه وباسئ

د نړۍ دوه څلوېښت هېوادونو له روسیې غوښتي چې خپل وسله وال ځواکونه د اوکراین له زاپوریژیا اټومي تاسیساتو وباسي.

دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې پرون د اروپایي ټولنې پر ویبپاڼه خپره شوې ویلي، زاپوریژیا اټومي تاسیساتو کې د روسي پوځیانو حضور د اټومي خوندیتابه د ژمنو مخه نیسي.

زاپوریژیا باندې، چې د اروپا په کچه لوی اټومي برښنا کوټ دی، څه موده وړاندې بمباري هم وشوه چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې جدي اندېښنې یې وپارولې.

هغه مهال که څه هم د راډیو اکتیف وړانګې خپرې نه شوې، خو اټومي تاسیساتو ته نژدې پوځي فعالیت له اور سره لوبې کول وبلل شول.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویلي، د زاپوریژیا تاسیساتو شاوخوا سیمه باید ملکي ساحه اعلان شي.