د فېسبوک شرکت څښتن د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

Mar 15, 2023 - 15:42
 11
د فېسبوک  شرکت  څښتن د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

میټا شرکت چې د فېسبوک، انسټاګرام او وټس اپ ملکیت لري، د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي.

د یادونې ده، چې یاد شرکت پروسږ کال نومبر کې هم د نژدې ۱۱ زره کارکووکو دندې ختمې کړې وې او اوس دویم ځل د دومره ګڼ شمېر کارکوونکو دندې پای ته رسوي.

د میټا شرکت اجرايي مشر مارک زوکیربیرګ وايي، د دندو ختمولو دا چاره چې د یوه کال ''ګټور فعالیت '' برخه ده، ''سخته چاره '' ده.

نوموړي د خپل شرکت کارکوونکو ته ویلي، د لس زره کارکوونکو د دندې پای ته رسولو تر څنګ به په شرکت کې پر شته پنځه سوه دندو نوي کسان نه ګومارل کېږي.

د نوموړي په وینا ۲۰۲۲ کال د شرکت لپاره د ''ویښتابه زنګ '' مانا درلوده، چې په عاید کې یې پاموړ کموالی ولید.

که څه هم د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې دې شرکت ۲۳ میلیادره ډالره ګټه کړې، خو چارواکو یې مخکې ویلي و، چې د همدې کال تر دسمبر پورې یې کال پر کال عاید څلور سلنه کم سوی دی.

ښاغلي زوکیربیرګ په امریکا کې د سود لوړې کچې، نړیواله سیاسي بې ثباتي او د ځینو مقرراتو یادونه وکړه، چې له کبله پر شرکت اغېز شوی او چارې یې سوکه سوې دي.

نوموړی وايي: ''زه فکر کوم موږ باید د دې نوي اقتصادي واقعیت لپاره چمتو واوسو، چې ښايي تر کلونو پورې دوام وکړي. ''

میټا شرکت په داسې حال کې د زرګونو دندو ختمولو اعلان کوي چې د ګوګل او امازون په ګډون شرکتونه د لګښتونه کمولو لپاره هلې، ځلې کوي چې په بازار کې سیالي وکولای سي.

سکون راډیو