د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه د نژدې ۵زره افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

Mar 15, 2023 - 16:06
 6
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه د نژدې ۵زره افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن چهارشنبه ویلي دغه افغان کډوال چې شمېر یې ۴۹۸۶ ته رسیږي د روانې کب میاشتې پر ۲۲مه او ۲۳مه نېټه په هرات کې د اسلام قلعه بند له لارې افغانستان ته ستانه سوي دي.
په بیان کې ویل سوي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنېدونکو کډالو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې په وینا یې یو شمېر کسان یې د مرستو تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته معرفي سوي دي.
ویل کیږي چې له دغه افغان کډوالو څخه زیات شمېر په زوره له ایران څخه افغانستان ته شړل سوي دي.
سکون راډیو