د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله لس تنه مړه سوي

د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې لس تنه مړه سوي دي.
د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمتین صافي نن رسنیو ته وویل، دا پېښه نن سهار اته بجې هغه مهال وسوه چې یو پیکپ ډوله موټر چې کارګر یې نږدې کان ته انتقالول، د چاه اب ولسوالۍ په انجیر سیمه کې له سړک واوښت او چپه سو.
صافي وویل، په دې پېښه کې لس تنه کارګر مړه او اته تنه نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک دی او د درملنې لپاره د تخار ولایتي روغتون ته لېږدول سوي دي.
سکون راډیو