د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوي په کندهار کې ا.ا.آ سره لیدلي

Dec 6, 2022 - 09:20
 19
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوي په کندهار کې ا.ا.آ سره لیدلي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی کندهار ته تللی او هلته یې له سیمه ییزو ا.ا چارواکو سره لیدلي.

په کندهار کې د ا.ا امنیې قومندانۍ دې لیدنې جزییات او عکسونه رسنیو ته رسېدلي.

په دې اړه په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا یاد پلاوي د دوشنبې په ورځ له امنیه قومندان رحیم الله محمود سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.

له ډېرو جزییاتو پرته په اعلامیه کې راغلي چې د کندهار امنیه قومندان د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په کابل کې د ا.ا.ا مرکزي چارواکو او ملګرو ملتونو د دې لیدنې په اړه لا څه نه دي ویلي، خو مخکې هم ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې یوه ډله بهرني استازي د ا.ا له مشر هبت الله اخندزاده سره د لیدنې لپاره کندهار ته ځي.