د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات پیل سول.

Jul 12, 2023 - 13:05
 6
د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات پیل سول.

له ایران سره د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداگریزو توکو انتقالات پیل سول. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې له ایران سره د انتقالاتو پیل نه یوازې دواړو هېوادونو ، بلکې سیمې ته یې هم اقتصادي گټه رسیږي. په هرات کې په دې اړه جوړې سوې غونډې ته ایراني استازي ویلي، هېواد يې په ټول توان چمتو دی چې له افغانستان سره د زیربناوو په ځانگړې توگه د اوسپنې پټلۍ پروژو په پلي کولو او پراختیا ورکولو کې مرسته وکړي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بیا پیل د هېواد اقتصادي پرمختګ لپار ګټور ګام دی. نوموړي زیاته کړې، چې د دې کړنې ګټه به د افغانستان ټولو خلکو ته ورسېږي.