د هیواد لویدیځ کې۷۰ سلنه تولیدي کارخونې له سقوط سره مخ سوي

د هرات د صنایعو او کانونو خونه وايي، په هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو را وروسته د دې ولایت ۷۰ سلنه تولیدي کارخونې له سقوط سره مخ سوي.
د هرات د صنایعو او کانونو خوني رئیس حمیدالله خادم نن یکشنبه وویل، د بانکونو په فعالیتونو کې ستونزې او د اومه موادو نشتوالی د دغو کارخونو د فعالیتونو د درېدو لاملونه دي.
د ښاغلي خادم په خبره، د کارخونو مالکان نه سي کولای چې له بانکه ډیرې پیسې راوباسي ترڅو له هېواده بهر اومه مواد وپیري او خپلې کارخونې پرې فعاله وساتي.
ښاغلی خادم وایي چې پخوا به دې کارخونو لسګونه ډوله خوراکي مواد او ساختماني توکي تولیدول چې د فعالیت په درېدو سره یي سلګونه ځوانان هم بې کاره سوي دي.
د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو پر بنسټ، د دې خوني غړو څو ځلې یادې ستونزې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړې او هغوی یي هم د هوارۍ ژمنه کړې خو په خبرې یې لا هم پر ځای دي.