د ټاپي پروژې پر چټکتیا خبرې؛ د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی

Jan 8, 2022 - 17:45
 26
د ټاپي پروژې پر چټکتیا خبرې؛ د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې د بحث لپاره لومړی هرات او نن کابل ته راغلی.

که څه هم په کابل کې د دغه پلاوي د لیدنو او خبرو جزییات تر اوسه نه دي خپاره سوي، خو د هرات د سوداګرۍ او صنایع خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد پلاوي دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړي دي.

په دغه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره سوې په کې ویل سوي چې راغلي پلاوي سره د یاد هېواد ټاپي پروژې مشر هم مل دی.

د خبرځای په حواله، د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال ویلي، د دې پروژې لپاره مهم امنیت دی او اوس افغانستان کې امنیت سته، نو ترکمنستان کې د یادې پروژې کار بشپړ سوی افغانستان کې به هم پیل سي.

ترکمني پلاوي په افغانستان کې له پخوا د ښه امنیت په تړاو افغان مسوولینو ته د دې پروژې د ښه تطبیق ډاډ ورکړی.

افغان مسوولینو هم د تخنیکو چارو په برخه کې له ترکمنستانه د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، هغه لوژیستکي شرکتونه چې غواړي دې برخه کې کار وکړي، د کار زمینه به ورته برابره سي.

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۸م زیږدیز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو له خوا پرانیستل سوه.

د دغې پروژې له لارې به ګاز او برېښنا له ترکمنستانه افغانستان بیا پاکستان او له هغه هېواده، هندوستان ته انتقال سي.