د پاکستان سوپر لیګ د شل اوریز کرېکټ ته افغان لوبډلمشر او ځینې نور افغان لوبغاړي هم ورسېدلي

Feb 22, 2023 - 13:48
 19
د پاکستان سوپر لیګ د شل اوریز کرېکټ ته افغان لوبډلمشر او ځینې نور افغان لوبغاړي هم ورسېدلي

د پاکستان سوداګریز کرېکټ لیګ په نهمه ورځ د افغانستان د کرېکټ یو شمېر ملي لوبغاړي هم په پاکستان کې له خپلو لوبډلو سره یو ځای سوي.

له قیس احمد پرته نور افغان لوبغاړي په ابوظبۍ کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو له کبله د دغه لیګ په لومړیو نهو لوبو کې نه وو.

افغانستان وړمه ورځ له متحده عربي اماراتو د شل اوریزو لوبلړۍ وګټله.

له دې بریا وروسته ځينې لوبغاړي نن له ګټلي جام سره کابل او ځينې هغه چې پاکستان سوپر لیګ ته اخیستل سوي، هغه هېواد ته رسېدلي دي.

لاهور قلندرز لوبډلې چې راشد خان یې هم برخه ده په ټولنیزو رسنیو کې ښاغلي خان ته ښه راغلاست ویلی او هغه ته یې د هر کلي ځانګړي مراسم نېولې وه.

د لاهور قلندرز لوبډلې له پاڼې څخه په خپره سوې وېډیو کې ښکاري چې ټول لوبغاړي د هغه په درناوي درېږي او راشد خان ته د زړه په بڼه جوړې سرې پوکاڼۍ له ښه راغلاست ویلو سره ورکوي.

له دغو ښه راغلاست مراسمو وروسته راشد خان نن د کوټې پر وړاندې لوبېدونکې لوبډله کې هم اخیستل شوی، دا لوبه په کراچۍ کې کېږي.

سکون راډیو