د پاکستان ملي امنیت سلاکار په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی

د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید په یوه نا اعلان شوي سفر نن شنبه جنورۍ ۲۹ مه کابل ته رسېدلی دی.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي، ښاغلي یوسف د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدلي او د طالبانو له نورو چارواکو سره به هم لیدنې ولري.
د ښاغلي خان په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل شوي: ''زموږ د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د وزارتونو په کچه له یوه پلاوي سره کابل کې دی او د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو پیاوړي کولو لړ کې به لیدنې ولري. ''
د پاکستان ملي امنیت سلاکار داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې همدا دوې ورځې مخکې یې د خپل هېواد پارلمان بهرنیو چارو کومېټې ته ویلي، د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کاروول کېږي.
د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې د نوموړي له قوله ویل شوي، د ترهګرۍ منظمې شبکې په ګاونډي هېواد کې فعالې دي.
په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي یوسف په دې هکله وویل، د افغانستان او ملي امنیت پالیسۍ په هکله یې له دې کومېټې سره ګټورې خبرې درلودې او ''زموږ د کار ستاینې له کبله د کومېټې د غړو منندوی یم. ''
د یادونې ده چې طالبانو بیا بیا ویلي چې هېچا ته د نورو پر ضد د افغانستان خاورې کارولو اجازه نه ورکوي.
کابل ته د پاکستان لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سفر مخکې پلان شوی و، خو د روانې جنورۍ پر اتلسمه ناڅاپه وځنډول سو.
پاکستاني چارواکو هغه مهال د کابل موسم خرابتیا د دې سفر ځنډولو لامل بللی و.
د یادونې ده، چې له دې مخکې یو شمېر افغان فعالانو د ښاغلي یوسف د سفر پر ضد کابل کې د احتجاجي غونډې اعلان کړی و او پر خواله رسنیو یې توند غبرګونونه څرګند کړي وو.
مخکې پاکستان رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې خبر ورکړی و، چې د ښاغلی یوسف په مشرۍ یو پلاوی به د جنورۍ پر اتلسمه په دوه ورځني رسمي سفر کابل ته لاړ سي.
پاکستاني چارواکو ویلي و، له طالب چارواکو سره لیدنو کتنو کې به پام تر ډېره د افغانستان پر بشري وضعیت او په دې برخه کې د پاکستان پر همکارۍ ور ټول وي.