د پيسو نړيوال صندوق: سږ کال به د افغانستان اقتصاد ۳۰٪ کمزوری شي

Oct 20, 2021 - 07:39
 4
د پيسو نړيوال صندوق: سږ کال به د افغانستان اقتصاد ۳۰٪ کمزوری شي

د پیسو نړیوال صندوق د سې شنبې پر ورځ وویل، سږ کال به د افغانستان اقتصاد تر ۳۰ سلنه پورې کمزوری شي چې له کبله به يې ګاونډیو هېوادونو او ان تر ترکیې او اروپا پورې د کډوالو جوپې ډېرې شي.

د پیسو نړیوال صندوق په تازه رپوټ کې ویل شوي، اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته "پر مرستو د افغانستان ولاړ اقتصاد د راکړې ورکړې بېلانس او سخت مالي کړکېچ سره مخامخ دی".

په رپوټ کې همدغه راز ویل شوي، "له همدې کبله د ژوند سطحې ټیټېدو او له لوږې سره د میلیونونو انسانانو مخامختیا خطر رامنځته شوی، چې کېدای شي په یوه بشري ناورین بدل شي".

د پيسو نړيوال صندوق ويلي، تمه کېږي په افغانستان کې ګډوډي به په سيمه او له دې هاخوا د پام وړ اقتصادي او امنيتي اغېزې ولري چې ورسره به د افغان کډوالو د ګړندي زياتوالي لامل شي خو دوی د دې احتمالي شمېر کوم اټکل نه دی وړاندې کړی.

په راپور کې ويل شوي چې د کډوالو لوی شمېر به د هغو هېوادونو پر عامه سرچينو اغېز ولري چې کډوال ورځي او دا به پر دندو هم فشار ډېر کړي چې کېدی شي د ټولنيز کړکېچ لامل شي.

اوس مهال ګڼ شمېر افغان کډوال پاکستان، ايران، تاجکستان او اروپايي هېوادونو کې مېشت دي.

خو د پيسو نړيوال صندوق ويلي، افغانستان ته صادرات د ايران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان لپاره د اقتصادي او ټولنيز اړخه مهم دي.