د پښتو ژبې سندرغاړی استاد ګل زمان د ۸۴ کالو په عمر ومړ

Feb 26, 2022 - 16:03
 13
د پښتو ژبې سندرغاړی استاد ګل زمان د ۸۴ کالو په عمر ومړ

د پښتو موسیقۍ نامتو هنرمند استاد ګل زمان د ۸۴ کالو په عمر له نړۍ نه سترګې پټې کړې.

استاد ګل زمان په خپل هنري ژوند کې د پښتو موسیقۍ لپاره ډېر خدمت وکړ او مینه وال یې مړینه د پښتو موسیقۍ لپاره یوه ستره ضایعه بولي.

استاد ګل زمان له څه مودې راهیسې ناروغ و او د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

استاد ګل زمان یو له هغو هنرمندانو نه و چې د هېواد دننه او بهر یې ګڼ شمېر مینه وال لرل.

هغه له وطن او خپل ولس سره مینه د موسیقۍ له لارې څرګندوله او ګڼ شمېر ملي او ولسي سندرې یې ویلي دي.

استاد ګل زمان په خپل هنري ژوند کې د سندرو ویلو ترڅنګ ګڼو نورو مشهورو هنرمندانو لکه استاد اولمیر، احمدظاهر، نغمه او نورو ته د موسیقۍ طرزونه او کمپوزونه جوړ کړي دي.

هغه څه باندې نیمه پیړۍ د وطن د مینې ترانې زمزمه کړې او خپل ځانګړی سبک یې درلود.

استاد ګلزمان له ۱۳۴۳ لمریز کال راهیسې کمپوزونه او سندرې جوړولې او د افغانستان ملي راډیو تلویزون کې یې شاخوا ۹۰۰ ثبت کړې سندرې شته.

استاد ګل زمان د فولکوریکو، سیمه ییزو، حماسي او مناسبتي سندرو مخکښ افغان هنرمند ګڼل کېده.

استاد ګل زمان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال له پېښور تر راستنېدو وروسته په کابل کې اوسېده.

استاد ګل زمان ته افغاني موسیقۍ ته د ډېر خدمت له امله د استادۍ لقب ور کړل شوی و.

څه موده وړاندې استاد ګل زمان له یوه خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو له دې سره سره چې ده افغان موسیقۍ او فرهنګ ته پام وړ کار کړی خو هم حکومت او هم خلکو هېر کړی دی.

استاد ویل چې په کابل کې په کرایي کور کې د ژوند سختي شپې او ورځې سبا کوي او د هغه مهال له چارواکو یې په ځانګړې توګه له پخواني ولسمشر ولسمشر محمد اشرف غني نه یې د لاسنیوي غوښتنه کړې وه.

استاد ګل زمان په ۱۳۱۶ هـ ش کال په خوست زېږېدلی و.

لومړی یې داریه (چمبه) وهله او په ۱۳۴۳ کال کې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې یې سندرې پیل کړې دي.

لومړنۍ سندره یې د "غونډې منډې" په نوم ثبت کړه.