د کابل شهزاده سرای کې چاودنې '۲۰ تنه' ټپيان کړل

نن له غرمې مخکې د کابل په شهزاده سرای کې یوه چاودنه وشوه.
په کابل کې د شهزاده په نوم د صرافۍ سرای مسؤلان وايي، په دغه سرای کې یوې چاودنې ۲۰ تنه ټپیان کړي دي.
د دغه سرای د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي داد ګل ازادي راډیو ته ویلي چې دا چاودنه د یو لاسي بم د غورځولو له امله رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي: "چاودنه د ګډوډۍ رامنځته کولو په هدف شوې، وژل شوي نهلرو، خو ۲۰ تنه ټپیان دي چې د پنځو تنو وضعیت ښه نهدی."
نوموړي وویل چې دا بم نن سهار نږدې ۱۰ بجې د یاد سرای له درېیم پوړ څخه غورځول شوی دی.
د نوموړي په خبره په ټپیانو کې ښځې هم شته او د پنځو تنو وضعیت ښه نهدی.
د حاجي داد ګل په خبره د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ امنیتي مسؤلین سیمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د دغه پېښې یو شاهد حمیدالله ابراهیمخېل ازادي راډیو ته وویل: "زه همغلته وم چې یو وار د چاودنې غږ شو، څوک وژل شوي نهو، خو د ټپیانو شمېر زیات و."
خو د کورنیو چارو وزارت په یو ټویټ کې د ټپیانو شمېر ۱۰ تنه ښودلی دی.
په توېټ کې ویل شوي، دا کار د یو غله و چې هدفیې د خلکو د پیسو غلا کول و.
شهزاده سرای په کابل کې د صرافۍ تر ټولو لوی بازار دی چې په ورځني ډول سلګونه کسان ورته تګ راتګ کوي.