د یونان ځنګلي اور کې د ۱۸ کسانو مړی موندل شوي؛ ګومان کېږي کډوال به وي

Aug 24, 2023 - 13:37
 8
د یونان ځنګلي اور کې د ۱۸ کسانو مړی موندل شوي؛ ګومان کېږي کډوال به وي

یونان کې د اور وژنې خدماتو اداره وایي د دغه هېواد د شمال په یوه ځنکلي سیمه کې چې له تېرو څلورو ورځې پکې اورونه لګېدلي، د اتلسو کسانو مړي موندل شوي دي.

لومړنيو رپوټونو کې راغلي چې دغه کسان به ښايي ناقانونه کډوال وي.

یوه څېړونکي ډله دغه ځای ته خوځېدلې چې د موندل شویو جسدونو هویت مالوم کړي.‌

د اېوروس په نوم د یونان دغه ځنګلي سیمه چې مړي پکې موندل شوي، د ترکیې له پولې ډېر واټن نه لري.