د ۹۹ ماشومانو له مړینې وروسته اندونیزیا پر اوبلنو درملو بندیز لګولی!

په اندونیزیا کې د نژدې ۱۰۰ ماشومانو تر مړینې وروسته دغه هېواد د ټوخي پر هر ډول شربت او هغو اوبلنو درملو بندیز لګولی چې څښل کېږي.
دا پرېکړه څو اونۍ وروسته تر هغه وشوه چې په ګمبیا کې نژدې ۷۰ ماشومان د ټوخي شربت د څښلو له کبله مړه سول.
اندونیزیا وايي، ځینې شربت د ګوردو ستونزې پېښوي چې یوازې سږ کال د ۹۹ ماشومانو د مړینې لامل سوی
لا روښانه نه ده چې دا درمل وارد شوي او که په کور د ننه تولید سوي دي.
اندونیزیايي روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، په ماشومانو کې د ګوردو د ستونزو ۲۰۰ پېښې یې ثبت کړې دي.
د روانې میاشتې لومړیو کې، د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله کچه یوه خبرداري کې څلور ډوله د ټوخي شربت ګمبیا کې د ۷۰ ماشومانو د مړینې له لامل سره غوټه وبلل.
دغه سرچینه وايي، هلته د ټوخي څښل شوي شربت یوه هندي شرکت جوړ کړي چې له ټاکل شوې اندازې ډېر ډای ایتیلین ګلایکول او ایتیلین ګلایکول مواد یې پکې ګډ کړي.
د اندونیزیا د روغتیا وزیر وايي، د شربتو ترکیب کې ددغو کیمیاوي موادو شتون په کور د ننه ځینو درملو کې هم موندل سوی.
دوی وايي، په ګمبیا کې څښل سوي د ټوخي شربت په سیمه کې نه پلورل کېږي.