زابل کي بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعره تر سره سوه!

Mar 26, 2022 - 00:56
 12
زابل کي بادام ګل  دودیزه کلنۍ مشاعره تر سره سوه!
یاده مشاعره د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې تیره ورځ مازدیګر څلور بجې پیل سوه او دشپې تر ناوخته یې دوام وکړ.
جوړي سوي مشاعرې کي د سلګونو شاعرانو او ترانه وینکو تر څنګ د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، د ولایت رئیس دفتر احمد مختار د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس ملا حمدالله فطرت، د انکشاف دهات وزارت د تفتش رئیس مولوي هاشم ذاکر د ترنم او ترانو ریاست رئیس فیض الحق مل غني خېل ګډون کړی وو .
د مشاعرې د وینا برخي ته د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ټولو ته د مشاعرې د مبارکۍ تر څنګ وویل خوشحال یم چې له ډیرو کلونو وروسته د زابل بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعره کې ګډون کوم .
نوموړي وویل یاده مشاعره په داسې مهال تر سره کیږي هېواد کي جګړه په یو مخیز ډول پای ته رسیدلې ده
هغه له ټولو شاعرانو په ځانګړي ډول له هغه شاعرانو او ترانه ویوونکو څخه مننه وکړل چي د هېواد دازادۍ او خپلواکۍ په پار یې شاعري کړې او ترانې یې ویلي دي.
وثیق شاعران او ترانه ویوونکي له معنوي اړخه هغه وړ اشخاص وبلل چي کولای سي دخپلو شعرونو په مټ د هر بهرني ایډیالوژیکي یرغل مخه ونیسي.
په ورته وخت د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر له ټولو مېلمنو او ګډونوالو څخه مننه وکړه چې د بادام ګل په دودیزه کلنۍ مشاعره کې ګډون کوي او خوښي یې وښوده چې د امن په فضاء کې یاده مشاعره لمانځي،نوموړي دزابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له ټولو هغوکار کونکو څخه مننه وکړه چې د دې مشاعرې په موخه يې یو له بل سره هماهنګي کړې او یاده مشاعره يې ترتیب کړې وه .
د ویلو ده چي د ا.ا.ا تر بیا واکمنیدو وروسته دا لمړی ځل چي زابل د یوې لويې کلنۍ دودیز مشاعرې کوربه دی.