زابل کي په یوې نامعلومه ناروغۍ لسګونه کسان اخته سوي دي.

May 18, 2022 - 20:55
 24
زابل کي په یوې نامعلومه ناروغۍ لسګونه کسان اخته سوي دي.

د یاد ولایت سیمه ییز مسولین وايي د شاجوي ولسوالۍ په شیخال کلي کې يوه نامعلومه ناروغي خپره سوې چې له امله يې لسګونه ماشومان او خلک له روغتیایې ستونزو سره مخ کړي دي

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي رسنیو ته وویل؛ د دې نامعلومي ناروغۍ دخپریدو سره سم دزابل ولایت اړونده روغتیایې کارکونکو اقدام کړی دی او دیادې ناروغۍ دکنترول او مخنیوي په پار یې روغتیایي ټیمونه سیمې ته لېږلې دي.

د حکیمي په وینا تر دې مهاله پدغه ناروغۍ د ١٠۰ اخته سویو کسانو تداوي ترسره سوې او شل تنه نور چي روغتیایې وضعیت يې نازک وو د شاجوي او مرکز ولایتي روغتونونو ته انتقال سوي دي.

دی زیاتوي دا خپره سوې نوې ناروغي که څه هم کومه مړینه نلري خو بیا یې هم خپلو ګرځنده روغتیایي ټیمونو ته جدي سپارښتنه کړې چې په اړونده سیمه کي روغتیای خدمات لاپسې پراخه او ګړندې کړي.

په ورته وخت د سیمې خلک د عامي روغتیا د مسؤلینو څخه پر منني برسیره وایي چې اوس هم عاجلو روغتیایې کومکونو ته اړتیا لري، دوي د عامې روغتیا له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چي لازمه روغتیایې پاملرنه یې وسي.

که څه هم دا ناروغۍ تراوسه نده تخشخیص سوې خو جانبي عوارض یې د ستوني درد، او خواګرځی بلل سوي ديش