عباس ستانکزی: افغانستان امن شوی، بهر مېشتې افغانان دې هېواد ته راسي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وايي، افغانستان اوس امن شوی او ټول هغه افغانان چې له هېواده بهر دي خپل وطن ته دې راسي.
نوموړي دغه خبرې نن په کابل کې د کډوالو نړېوالې ورځې په تړاو جوړې سوې غونډې ته وکړې.
هغه وویل، هغه کدرونه چې له افغانستانه تللي، بېرته دې خپل وطن ته راسي او د هېواد په ابادۍ کې دې ونډه واخلي.
طالب چارواکو په نړېوالې ټولنې د خپلو کړیو ژمنو د ترسره کولو په برخه کې د همکارۍ غږ وکړ او ویې ویل، کډوالي، بشري مرستې او د ډپلوماټیکو اړیکو ټینګول له افغانستان سره د سیمې او نړې په ګټه ده.
په افغانستان کې د کډوالۍ ورځ په داسې حال کې نماځل کېږي چې اوس له هر بل وخته افغانان نورو هېوادونو ته تګ هڅه کوي