ازبیکستان: افغانستان سره د رېل پټلۍ کار راتلونکي پسرلي کې پیلوو

د ازبیکستان د ټرانسپورت وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي دي چې د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ کار به په راتلونکي پسرلي کې پيل سي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي دي، دا لیدنه تېر ماښام په اسلام اباد کې وسوه چې د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف وویل چې دوی به افغانان د رېل پټلۍ په برخه کې ور روزي او همدا ډول یې په هر اړخیزو اقتصادي همکاریو هم ټېنګار کړی دی.
د یادونې ده چې افغانستان، ازبیکستان او پاکستان په ۱۳۹۹ میلادي کال کې د درېيو هېوادونو ترمنځ د رېلۍ پټلۍ د لارې د نقشې په اړه موافقه کړي.
یاد سند هماغه کال د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال امورزاکوف او د پاکستان د لومړي وزیر مشاور رزاق داود لاسلیک کړی و.