کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کمعمره لوبغاړو ګډون مهم وباله

د افغانستان کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کمعمره لوبغاړو ګډون مهم وباله.
د افغانستان لوبډله تر تمرینونو وروسته، پرون په دغو مسابقو کې د ګډون لپاره متحده عرب اماراتو ته ورسېده.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله به په متحده عرب اماراتو کې د اسیايي جام سیالیو کې ګډون وکړي. په دغو سیالیو کې اته هېوادونه ګډون لري. د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله به د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه له متحده عرب اماراتو د وېسټ انډیز پر لوري سفر وکړي."
ښاغلی هوتک وايي، په وېسټ انډیز کې به د کرکټ تر ۱۹ کلنو کمعمره لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې برخه واخلي.
د اسیايي جام مسابقې راروانه پنجشنبه پیلېږي چې د ډسمبر میاشتې پر ۳۱مه ختمېږي.