طالبان: ننګرهار کې د ۳ انسان تښتونکو په ګډون یو زرګر هم وژل سوی

د ننګرهار چارواکي په جلال اباد کې د یوه تښتول سوي زرګر، ۳ انسان تښتوونکو او یوه طالب سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر خبریالانو ته په را استول سوېو معلوماتو کې ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو د یوه استخباراتي راپور پر بنسټ نن سهار وختي د دغه ولايت د مرکز جلال اباد د لومړۍ ناحيې اړوند قصبې سيمه کې د وسله والو انسان تښتوونکو پر یوه پټن ځای عمليات کړي چې د وسله وال مقاومت په ترڅ کې يې درې انسان تښتوونکي ووژل سول او دوه انسان تښتوونکي د شپږ ميله سپکو او درنو وسلو او یو شمېر چاودېدونکو توکو سره ژوندي ونيول سول.
د دغو معلوماتو له مخې، د انسان تښتوونکو ياد پټنځای له منځه وړل سوی او عمليات په برياليتوب سره پای ته رسېدلي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو عملیاتو کې د انسان تښتوونکو له خوا یو تن تښتول سوی زرګر چې له څه مودې راهیسې په دغه پټن ځای کې پټ ساتل کېده، د تښتوونکو په ډزو وژل سوی دی.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې عملیاتو کې د یوه طالب سرتيري د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.