ایټالیا افغانانو سره د ۲۱ نیم میلیونه یورو په ارزښت مالي مرسته کوي

Dec 21, 2021 - 19:33
 7
ایټالیا افغانانو سره د ۲۱ نیم میلیونه یورو په ارزښت مالي مرسته کوي

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت، له افغانانو سره د ۲۱ نیم میلیونه یورو په ارزښت د مالي مرستې خبر ورکړ.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مرینا سریني پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۹مه) وویل، دغه مالي مرسته به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ له لارې ولګول سي.

د هغې په وینا ۱۱ نیم میلیونه یورو په افغانستان کې پر بشري چارو او پاتې لس میلیونه یورو په ایران او پاکستان کې له افغانانو سره پر بېړنیو مرستو لګول کېږي.

د دغې مالي مرستې ډېره برخه هغو کسانو ته اختصاص شوې چې په افغانستان کې دننه بې ځایه سوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۱میلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې تر ۵ لکو او ۷۰زرو ډېر کسان له خپلو مېنو بې ځایه سوي دي.