ملالې یوسفزۍ د افغان مېرمنو په اړه د عمران خان پر خبرو انتقاد وکړ

ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه د پاکستان د صدراعظم، عمران خان پر څرګندونو انتقاد وکړ.
ملالې پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۹مه) په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، ما تقریباً خپل ټول ژوند د نجونو د تعلیم پر وړاندې د طالبانو د بندیز پر خلاف په مبارزه کې وبایله.
ملالې لیکلي، په زرګونو پښتنو فعالانو چې کله د طالبانو د وحشت پر وړاندې خپل غږ پورته کړی، زیات شمېر یې وژل سوي او په میلیونونو نور
هغې لیکلي، موږ د پښتنو استازیتوب کوو، نه د طالبانو.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په خبرو کې وویل، د بشري حقونو په اړه هره ټولنه خپل لید لوری لري او کله چې افغانستان کې د بشري یا د ښځو حقونو موضوع مطرح کېږي، باید د پښتنو د کلتور په تناظر کې دې موضوع ته وکتل سي.
هغه دا هم وویل چې د افغان طالبانو لویه برخه پښتانه دي، خو د عمران خان پر دغو څرګندونو ګڼو سیاستوالو او شخصیتونو انتقاد کړی دی.
یې کډوال سوي دي.