کرکټ؛ تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله سبا دوشنبه هند سره مخ کیږي

ټاکل سوې د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سبا دوشنبه د هند له ټیم سره مسابقه وکړي.
د اسیايي جام دغه مسابقه چې د افغانستان درېیمه هغه کېږي، په دوبۍ کې د افغانستان پر وخت د سهار لس بجې پیلېږي.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې له کوربه هېواد، متحده عرب اماراتو پرونۍ مسابقه د ۱۴۱ منډو په توپیر وګټله، خو خپله لومړۍ مسابقه یې پاکستان ته بایللې ده.
د اسیايي جام مسابقې چې اته هېوادونه په کې ګډون لري او تر را روانې جمعې چې د ډسمبر میاشتې ۳۱مه کېږي دوام کوي.
د افغانستان لوبډله د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وېسټ انډیز ته ځي چې هلته به تر ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام په سیالیو کې برخه واخلي.