سټولټنبرګ: ناټو به اوکرایین ته درنې وسلې ورکړي

Jun 15, 2022 - 21:31
 15
سټولټنبرګ: ناټو به اوکرایین ته درنې وسلې ورکړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بروکسل کې د ناټو له سرمشریزې وړاندې ویلي، "اوکرایین په کړکېچن وضعیت کې دی؛ ځکه نو بېړني ملاتړ ته اړتیا لري".

ښاغلي سټولټنبرګ خبریالانو ته ویلي، د ناټو غړي به اوکرایین ته درنې وسلې او د اوږدمهال هدف ویشتلو سیستمونه ورکړي او تمه یې دا ده چې په سرمشریزه کې کیېف ته د مرستو نوې همکاري وشي.

سټولټنبرګ وايي "موږ تر ډېره حده پر ملاتړ تمرکز کوو".

په اروپايي هېوادونو کې د خوړو او تېلو بيو کې زياتوالی راغلی دی. د ناټو سرمنشي نړۍ کې د خوراکي توکو د بيو لوړوالی د جګړې مستقيمه پايله بللې، نه د روسیې پر ضد بنديزونه چې مسکو يې ادعا کوي.

اوکرايين په نړۍ کې لمرګلي، جوارو، وربشو او غنمو لوی صادرونکی هېواد دی. دغه هېواد د نړۍ نژدې ۴۲٪ د لمرګلي غوړوي صادروي.

خو روسیې د اوکرایین د تورې بحیرې پر بندرونو بندیز لګولی چې له امله یې د سمندر له لارې د غلو صادرات بند شوي دي.

په ورته وخت کې د اوکرایین له مهم سیوردونڅک ښاره یوازې ولسي خلکو لپاره د روسیې ملاتړ لاندې سیمو ته د وتلو لپاره لومړنۍ خوندي لار پرانیستل شوې ده.

که څه هم اوکراییني او روسي مذاکره کوونکو د اوربند لپاره څو ځله د خبرو هڅې وکړې،‌ چې په لړ کې یې ولسيٍ وګړو ته د وتلو خوندي لار پرانیستل شي، خو دې هڅو هېڅ نیتجه ورنه کړه.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي له څو میاشتو جګړې وروسته روسیه د اوکرایین پر مهم سیورډونڅک ښار پر ډېری برخو واکمنه ده.

روسیې ویلي، نن یوازې ولسي وګړو ته له دې ښاره د روسیې له ملاتړ برخمنو سیمو ته د وتلو اجازه ورکوي او له اوکراییني سرتېرو یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، که جنګیالي په ازوت کیمیاوي کارخونه کې جګړې ته دوام ورکړي، نو "روسیه به بل ځای په لنډمهال کې د خپل ماموریت او یو موټی کېدو لپاره پرې نه ږدي."

دا لومړی ځل دی چې روسیه سیورډونڅک خلکو ته د وتلو خوندي لار پرانیزي.

روسي ځواکونو ویلي، دا لار به د مسکو پر وخت تر اتو بجو پرانیستې وي او شمال کې به د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکرایین له نورو سیمو سره ددغه ښار اړیکه وروسته تر هغه غوڅه شوه، چې روسي پوځیانو هلته ځینې مهم پلونه والوځول.

او د پلونو د نشتوالي له کبله اوکراییني پوځیان وايي دوی هم د ولسي وګړو د خوندي ایستلو هڅه کوي.

اټکل دی چې په ښار کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ خلک پاتې وي، خو تر جګړې مخکې هلته د استوګنو خلکو شمېر ۱۰۰۰۰۰ کسان و.

اوکرایین وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې- چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل ۱۱۱ ورځې پوره کېږي- د روسیې ۲۵۰ پوځيان وژل شوي.

د اوکرایین ځواکون وویلي، د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه اوکرایین کې د جګړې له پیلېدو راهیسې د روسیې ۳۲۷۵۰ پوځیان وژل شوي.