سکون راډیو د خپلو همکارانو لپاره د ظرفیت لوړونې علمي او مسلکي ورکشاپ دایر کړ.

Dec 15, 2021 - 21:31
 17
سکون راډیو د خپلو همکارانو لپاره د ظرفیت لوړونې علمي او مسلکي ورکشاپ دایر کړ.
سکون راډیو د خپلو همکارانو لپاره د ظرفیت لوړونې علمي او مسلکي ورکشاپ دایر کړ.

په یاد ورکشاپ کې به د ژورنالیزم اساسات ، د بیان ازادي ، راپور جوړونه ، سایبري جرایمو ، لایف لاین خپرونو ،رسنیزو اخلاقو ، تخنیکي وسایلو استعمال ، د ثبت او ژوندیو خپرونو جوړښت او انلاین ژورنالیزم په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې سي. د سکون رسنیز ګروپ نشراتي مسول حافظ احمد نصرت وايي: یاد ورکشاپ به د یوي میاشتي لپاره دوام ومومي چي اونۍ کې دوي ورځې به د سکون راډیو دفتر کې وړاندې کیږي.نوموړی زیاتوي چي اساسي موخه يې له یاد ورکشاپ څخه د خپلو همکارانو د علمي ظرفیت لوړول دي. د یاد ورکشاف په لومړۍ ورځ د ژورنالیزم اساساتو ، رسنیزو اخلاقو او د بیان ازادۍ په اړه امان الله پښتون خپل لکچړ وړاندي کړ. دا ورکشاپ داسي مهال دایریږي چي پدې وروستیو کې هلمند کې ګڼو رسنیو خپل فعالیت درولی او خبریالان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان سوي دي.