علي وزیر د قامي اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره له زندانه اسلام اباد ته لېږدول شوی

Mar 31, 2022 - 20:38
 11
علي وزیر د قامي اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره له زندانه اسلام اباد ته لېږدول شوی

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنی غورځنګ غړی علي وزیر د دې اسمبلۍ په ناسته کې د ګډون لپاره د کراچۍ له زندانه خوشی شوی دی.

د پاکستان قامۍ اسمبلۍ کې به نن بنچشنبه لومړي وزیر عمران ته 'نه باور رایې' ورکولو په تړاو بحث پیلېږي.

ټاکل شوې ده چې علي وزیر به اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ کې دننه "سېند هاوس" ته لېږدول کېږي او همالته به نظر بند وي، خو کولی به شي چې د پارلمان ناستو کې ګډون وکړي او رایه ورکړي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي او د 'ملي جمهوري غورځنګ' مشر محسن دوړ بي بي سي ته وویل، علي وزیر به تر هغې په اسلام اباد کې وي چې قامي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر عمران پر ضد د قرارداد برخلیک نه وي مالوم شوی.‌

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم علي وزیر د پارلمان مهمو غونډو کې د ګډون او رایې اچولو لپاره له کراچۍ زندانه اسلام اباد ته لېږدول شوی و.‌

علي وزیر پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې لخوا تورن پېژندل شوی او محکمه کې یې قضیه روانه ده.

نوموړی له تېرو شاوخوا پنځلس میاشتو راهیسې د کراچۍ یو زندان کې بندي دی او د محکمې نېټه یې څو څو ځله ځنډول شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د علي وزیر پلویان تور لګوي چې د پاکستان استخباراتي ادارو علي وزیر په سیاسي غچ کې او په یوه جعلي قضیه کې زنداني کړی دی.

یاد غورځنګ په تېر یو نیم کال کې د علي وزیر د خوشې کیدو لپاره څو څو ځله احتجاجونه او پرلتونه کړي دي.

یاده دې وي چې پاکستان کې د اپوزیسیون ګوندونو پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د "نه باور" رایې ورکولو قرارداد وړاندې کړی دی.

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه د مارچ پر ۳۱مه نېټه پر دې قرارداد بحث پیل شي، چې په پایله کې به یې د لومړي وزیر عمران خان او د اوسني حکومت برخلیک مالومېږي.