ماریوپول: سلګونه کلابند اوکراییني سرتېري ایستل سوي

May 17, 2022 - 19:00
 8
ماریوپول: سلګونه کلابند اوکراییني سرتېري ایستل سوي

دوی هلته له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د روسي ځواکونو لخوا کلابند وو.

د اوکرایین ددفاع مرستیالې وزیرې هنا ملیار ویلي ۵۳ سرتېري چې سخت ټپي وو،‌ د روسیې له ملاتړه د برخمنو وسله والو تر کنټرول لاندې نوازوڅک ښار ته لېږدول شوي.‌

هغې زیاته کړې چې ۲۱۱ نور سرتېري د یوه بشري دهلیز له لارې د یاغیانو تر کنټرول لاندې بل ښار اولېنيوکا ته ایستل شوي دي.

تر دې مخکې روسیې اعلان کړی و چې ماریوپول کې د پولادو له ازوفستال کارخونې د کلابندو ټپي‌ سرتېرو د ایستلو هوکړه شوې.

د روسیې دولتي رسنیو د دغو سرتېرو د لېږدولو تصویرونه هم خپاره کړي.

د اوکرایین د دفاع مرستیال وزیرې ویلي دا اوکراییني سرتېري به دوی سره له اسیرو روسي عسکرو سره تبادله شي.‌

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي‌ تېره نیمه شپه یوې خبري ناستې ته وویل چې پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب سربېره د اوکرایین پوځ،‌ استخبارات او مرکچیان د دغو سرتېرو د ایستلو چاره کې ښکېل وو.

نوموړي‌ زیاته کړه "اوکرایین د خپلو اتلانو ژوند‌ غواړي."

خو هغه په ورته وخت کې دې ته هم اشاره درلوده چې دا سرتېري ښایي‌ ژر خوشې نه شي‌ او د ورګرځېدو لپاره یې خبرې اترې وخت واخلي.‌

د اوکرایین د پوځ، پولیسو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاعي ځواک سلګونو سرتېرو او همدا راز ګڼو ملکي خلکو تېره مارچ میاشت کې تر هغې وروسته د ماریوپول د پولادو د دې سترې فابریکې د ځمکتل تونلونو ته پناه یوړه چې روسي ځواکونو پرې ولکه تنګه کړه.

تر اوسه مالومه نه ده چې دې کارخونه کې څومره نور خلک ایسار پاتې دي.‌

د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و چې ازوفستال کې کلابند اوکراییني‌ ځواکونه له تسلمېدو پرته بله لار نه لري.‌

د هغه اوکراییني‌ سیال ولودومیر زېلېنسکي بیا خبرداری ورکړی چې که دا کلابند سرتیري یې ووژل شي،‌ روسیې سره به د سولې مذاکرات په بشپړ ډول پای ومومي.‌