‏ننګرهار کې د کانال ښارګوټي پاتې چارې تر سره کيږي.

Mar 5, 2023 - 19:31
 16
‏ننګرهار کې د کانال ښارګوټي پاتې چارې تر سره کيږي.
د ننګرهار کانال رئیس مولوي غلام الرحمن کظيم وايي، چې په دې ولايت کې د کانال اړوند ښارګوټی چې شل کاله وړاندې يې د بنسټ ډبره ايښودل سوې او شل سلنه کارونه يې هم تر سره سوي پلان لري چې ډېر ژر يې پاتې کارونه پيل کړي.
‏دا ښارګوټی چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند حلقوي سړک ترڅنګ دی د ۵۲ بلاکونو لومړنۍ چارې يې تر سره سوي دي.
دا ښارګوټی چې ۱۷۱ جریبه ساحه کې جوړيږي په کې استوګنيز کورونه، مارکيټونه، د تفريح ځايونه، جومات او نور ملحقات په نظر کې نيول سوي دي.
سکون راډیو