نګرهار کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کتلوي معافيت نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل سوه

Dec 14, 2022 - 15:26
 6
نګرهار کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کتلوي معافيت نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل سوه
نګرهار کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کتلوي معافيت نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د عامې روغتيا وزير او ورسره مسئولينو د يونيسف په ۲۴ ميليونه افغانيو مالي لګښت د يو کال په موده کې د کتلوي معافيت نوې ودانۍ تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارله.
د مسؤلينو په خبره، ‏یاده ودانۍ د ختیځ په کچه د واکسینونو ساتلو معیاري سوړ ځنځیر، اطاقونه او د غونډو تالار لري او په مجهزو وسایلو سمبال سوې ده.