هلمند کې د اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وسوه.

Nov 24, 2022 - 16:48
 11
هلمند کې د اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وسوه.

هلمند کې د اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وسوه

تېره ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د څه باندي ۱۱۰۰ کورنیو سره نقدي مرسته وسوه.

د یادي مرستي د توزېع پر مهال د کډوالو چارو ریاست، د استخباراتو ریاست او د مؤسساتو استازو حضور درلود.

دغه مرسته د بېلابېلو ولسوالیو کجکی، سنګین،  واشېر، نوزاد او نورو سیمي د اړمنو کورنیو سره وسوه چي څه موده وړاندي یې سروې سوې وه.

یاده مرسته چي د کډوالو چارو ریاست لخوا د WAW او WADAN مؤسسو په همکارۍ او UNHCR په مالي ملاتړ ترسره سوه، هري کورنۍ ته ۲۷۵ امریکایي ډالر ورکول سوه.

د یادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي د کډوالو چارو ریاست د همکارو مؤسساتو په همکارۍ د اړمنو او غریبو کورنیو سره نقدي او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

سکون راډیو