هلمند کې د لومړي ځل لپاره دکرکیټ یو ورځنۍ سیالئ پیل سوې

د دې ولایت د ورزش برخي مسؤلینو په وینا له دیادو سیایلو څخه يې موخه داده تر څو له پیل سوي لوبلړۍ څخه د نورو ولایتونو سیالو ته لوبغاړي غوره کړي .
ظریف الله نظری اومیهن چی د یادو پیل سویو لوبو دوه تنه لوبغاړي دي سکون راډیو ته وویل له دې پیل سویو سیالیو څخه خوښ دي او دا سیالۍ يې د ځان او هلمند لپاره خوار مهمی وګنلې او په ورته وخت يې له کرکټ بورډ څخه دیادو پیلو سویو سیالو اړوند مننه وکړه .
نوموړیو غوښتنه وکړه چي په اینده کي دي هم دې ورته سیالۍ په هلمند ولایت کي په لار واچول سي تر څو سپورټ په ځانګړي ډول د کرکټ په پرخه شته هلمندي استعدادونه رابرسیره او وځلیږي .
دهلمند ولایت دکرکټ امر جانان پولادوال وایې دهلمند دکرکټ آمریت لخوا د دولسو لوبډلو تر منځ د یو ورځنی لوبو څخه يې موخه داده تر څو په یاده لوبلړۍ کي کرکټ ته اړوند هلمندي استعدادونه وغوړیږي او له یادو لوبو څخه په راتلونکي کي د نورو ولایتونو سیالیو ته کرکټران غوره کړي .
دا په داسي حال کي ده چي تر کرکټ ور اخوا هلمند د بیلابیلو نورو لوبو او سیالیو کوربه هم پاته سوي دی .