هلمند کي د شپاړلس کلنو فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ د اریانا بارک لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسیدي.

هلمند کي د تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال په لاره اچول سوي ټورنمینټ جي لس ورځي مخکي پیل سوي وو تیره ورځ د اریانا بارک لوبډلي په اتلولي پای ته ورسید.
یادو سیالیو کي اوه لوبډلو ګډون درلود ،اریانا بارک ،نوي یاران، هارون پوپل ،انصاري ،قانون، عصمت لغمانی او هلکانو لیسه.
چي د سیالیو په لړ کي اریانابارک او نوي یاران پای لوبي ته لاره پیدا کړه چي د لوبي پایله صفر د صفرپر وړاندي اعلان سوه .لوبه بل اړخ فیناټیانو ته ووتله چي پکښي اریانان بارک د فیناټیانو په مټ وکولای سول چي دغه جام په خپل نامه کړي.
د اریانا بارک فوټبال لوبډلي یو تن ځوان لوبغاړی شریف الله وایی چي له فوټبال فدراسیون نه خوښ یو او د لا داسي نورو سیالیو په لاره اچولو په هیله یو ، شریف الله زیاته کړه چي هلمند کي سوداګر او پانګوال باید له داسي ټورنمینټونو او له لوبغاړو سره مرستي وکړي چي تر څو لا نور هم د ورزش په برخه کي وهڅول سي او دهلمند ولایتي ورزش پیاوړي سي.
د نوي یارانو فوټبال لوبډلي یو تن روزونکی سکون نیوز ته وویل چي له فدراسیون نه او له تجارانو غوښتنه کوو چي د لوبغاړو لپاره د ښه ډګرونواو د لوبغاړو اړتیاوو ته پاملرنه زیاته کړي د نوموړي په وینا چي د ورزش په برخه کي زموږ د لوبغاړو سره همکاري نه ده سوي.
د هلمند د فوټبال فدراسیون لخوا هغو لوبغاړو ته ډالي او نغدي جایزي ورکړل سوي چي د خپل لوبډلي لپاره يي ښي لاسته راوړني درلودي ددې ډالیو په لړ کي غوره لوبغاړی ،غوره ګول وهونکی ،غوره ګول ساتونکی اوغوره روزونکي ته یادي ډالي ورکړي سوي.
بل لور ته بیا د هلمند د فوټبال د فدراسیون رئس رنګین خان دفتاڼی سکون نیوز ته وویل چي چي له دي سیالیو څخه مو موخه د کمکیو ځوانانو هڅول او ښه روزل دي .
نوموړی زیاته کړه چي له سوداګرو او له حکومتي مسؤلینو غوښتنه کوو چي د ورزش په برخه کي پوره همکاري وکړي ترڅو دا برخه په پښو ودریږي.
هلمند کي داسي مهال د فوټبال د شپاړس کلنو لوبډلو ترمنځ په لاره اچول سوی سیالي پاي ته رسیږي چي د فوټبال په برخه کي د لوبغاړو ستونزي او شکایتونه پر خپل ځای پاتي دي دا چي کله به د دوی ستونزو او غوښتونو ته رسیدنه وسي هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړي.