پاکستان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ.

Nov 20, 2022 - 18:04
 23
پاکستان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وايي، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ پلاوي سره یې ولیدل.
نوموړي ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې درې عصري روغتونونه محمد علي جناح په کابل، د نشتر د پختورګو روغتون جلال اباد او د نایب امین الله لوګري روغتون یې لوګر کې جوړ کړی دی.
د صادق خان په وینا، په دې ناسته کې پاکستان موافقه وکړه، چې د یادو درې واړو روغتونو د فعالیت او مالي لګښت مسوولیت په غاړه اخلي.
سکون راډیو