پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې غنم او درمل افغانستان ته ولېږدوي

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره مرسته شوی ۵۰ زره ټنه غنم او درمل د دغه هیواد د واګې بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د واګې بندر له لارې د دغو مرستو د انتقال جواز تېره ورځ د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافیر ته وسپارل شو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد دغه پرېکړه د "بشر دوستانه استثنایي اقدام" په توګه یاده کړې، ځکه وړاندې له دې پر هندي سوداګریزو توکو بار هېڅ لارۍ له واګې بندر څخه د تیرېدو اجازه نه درلوده.
د هند په دغو بشري مرستو کې چې ټاکل شوې د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شي، غنم او درمل شامل دي.