میرویس اشرف: د افغان کرکټ ښځینه لوبډله به خپل فعالیت ته دوام ورکوي

Nov 25, 2021 - 15:52
Nov 25, 2021 - 15:55
 14
میرویس اشرف: د افغان کرکټ ښځینه لوبډله به خپل فعالیت ته دوام ورکوي

د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست رئیس میرویس اشرف ویلي، چې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډله به د پخوا په څېر خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

نوموړي پرون د بورډ د مدیره پلاوي په غونډه کې ویلي، چې د ښځینه کرکټ لوبغاړو د فعالیت دوام د کرکټ نړیوالې شورا یو مهم شرط دی.

د ده په خبره، دوی هڅه کوي، چې د دغه فعالیت د دوام لپاره ښځینه لوبغاړو ته لازم امکانات برابر کړي.

هغه د کرکټ بورډ مسوولینو ته وویل، چې له نړیوالې کرکټ شورا سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او اصول یې باید په ښه ډول عملي کړای شي.

څه موده مخکې د طالبانو یوه ویاند احمدالله وثیق ویلي و، چې دوی به ښځینه کرکټ لوبغاړو ته له دې کبله د لوبو اجازه ورنه کړي، چې په دې لوبه کې یې حجاب نه مراعتیږي، د وجود ځينې برخې یې ښکاري او لوبې یې له ټلویزونونو خپریږي.

د طالبانو له دغو څرګندونو وروسته، د کرکټ نړیوالې شورا خبرداری ورکړ چې که طالبان پر افغان کرکټ بورډ قیودات ولګوي، دوی به له افغان کرکټ سره پر اړیکو بیا کتنه وکړي.