ذبیح الله مجاهد: د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به راتلوونکی کال پرانیستل شي

Nov 25, 2021 - 16:05
Nov 25, 2021 - 16:11
 21
ذبیح الله مجاهد: د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به راتلوونکی کال پرانیستل شي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، راتلوونکی کال به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

هغه نن پنجشنبه نومبر ۲۵ (لېدنۍ ۴) په کابل کې د (ملي یووالی د اسلامي عدالت په رڼا کې) د افغان اهل تشیع یوې غونډې ته وویل چې اسلامي امارت په دې اړه د داسې یو میکانیزم جوړولو په هڅه کی دی چې د اسلامي او ملي اصولو سره مطابق وي.

نوموړي زیاته کړه:"زموږ خویندې دي ډاډه اوسي چې ښوونځي یې پیلیږي،اسلامي امارت د یو میکانیزم چې د اسلامي او ملي اصولو مطابق وي جوړولو په هڅه کې دی،نو زموږ د خویندو ټول شوونځي او تعلیمي مرکزونه به پرانیستل شي."

یادې غونډې ته د افغان اهل تشیع یوه مشر جعفر مهدوي هم وویل چې راتلوونکی کال به د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د پرانیستلو شاهدان یو.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته چې څه باندې ۱۰۰ ورځې تیریږي لا هم تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي په بشپړه توګه د نجونو پر مخ نه دي پرانییستل شوي.