پخواني مامورين: د ډوډۍ پیدا کولو له پاره د کور سامان خرڅوو

له کوم وخت راهيسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلي، د پخواني حکومت ډیری کارکوونکي بیکاره شوي او اوس هيڅ عواید نه لري. د
دغو مامورينو له ډلې څخه ځینې يې وايي چې د کور سامانونه خرڅوي څو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ ورسوي.
که څه هم طالبانو ويلي دي چې د حکومتي مامورينو تنخواوې يې ورکړي، خو یوازې د عامې روغتیا وزارت د مامورينو او تر يو بريده د ښوونکو تنخواوې ورکړل شوي او پاتې حکومتي کارکوونکو څه ترلاسه کړي نه دي.
د ملګرو ملتونو سازمان او مرستندويه موسساتو په وروستیو کې په کراتو د افغانستان د بد اقتصادي وضعیت څخه خبرداری ورکړی او ويلي دي که چیرې نړیوالې مرستې افغانستان ته ونه رسیږي، د دغه هیواد اقتصاد به وپاشل شي.
يوې ميرمنې چې پخوا يې د یوه ولايت د ښځو چارو په ریاست کې کار کاوه، اوس نه یوازې دا چې بیکاره شوې ده، بلکې وايي د طالبانو د ګواښونو له ويرې په خفګان کې ژوند کوي.