په افغانستان کې د ژمي مرګونې څپه او له کبله یې ځاني او مالي زیانونه

په افغانستان کې د یخنۍ څپې لسګونه کسان او سلګونه څاروي وژلي دي.
په داسې حال کې چې مرستندویو ټولنو لا پخوا په افغانستان کې د هوا د سړېدو په اړه خبرداری ورکړی وو، اوس اوس د سړې څپې له کبله د انساني او مالي زیانونو تازه راپورونه رارسېدلي دي.
د ا.ا.ا یوه برخه انساني او مالي زیانونه تاییدوي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د سرپرست وزارت د خطر د کمولو او وقایې رییس ملاجانان سایق بېګا رسنیو ته په یو ویډیویي پیغام کې وویل: "د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په راتلونکو څو ورځو کې د واورو او بارانونو امکان سته.
په ډېرې خواشینۍ سره په هېواد کې د دې واورو او یخنۍ له کبله په بادغیس، فاریاب، نیمروز، غزني ولایتونو کې شپاړس کسان شهیدان سوي او له دوو زرو تر دریو زرو پورې څاروي هم تلف سوي دي."
د سایق له څرګندونو وروسته، کورنیو رسنیو د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په کوهستانات سیمه کې د سړو له کبله د یوې ښځې او دوو ماشومانو د مړینې خبر ورکړ.
همداراز د باختر خبري اژانس پرون د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سړو له کبله د یوې ښځې او درېیو ماشومانو د مړینې خبر ورکړ.
سکون راډیو